اسلام آباد 12 جنوري(اے پي پي) د اطلاعات ٬خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزير مریم ا??رن??زېب وئيلي دي وزیراعظم پانامه كېس سره هېڅ تعلق نه لري٬ محمد نواز شریف د هې??اد په درېم ځل ټاكلې وزیراعظم دے٬ وزيراعظم اتومي پروګرام ٬ انفرسټراكچر ډوېپلمنټ ٬ هېلت كېئر پروګرام او وړومبې نړيواله امنيتي پالسي قام له وركړې ٬ د تعليمي اصلاحات د لارې تعلمي معيار باوري كړې شوې٬ وزیر اعظم نواز شریف هې??اد له پرمختګ ٬ سوكالي او معاشي استحكام وركړې٬ عمران خان نه يوازې نااهله دے بلكې د بې بنسټه تورونو لګولو او د احتجاجي سياست باچا دے٬ ھغه لپاره يوازې دا پېغام دے چې پاكستان به مخ په وړاندې ځي ولې چې د پاكستان وزيراعظم محمد نواز شریف دے ، د عمران خان مقصد د پاکستان دننه ښه والې راوستل نه د هې??اد د پرمختګ او سوكالۍ هره منصوبه ځنډول دي۔د زيارت په ورځ ميډيا سره خبرو كښې مريم ا??رن??زېب ووئيل په پانامه كېس د وزیر اعظم او مسلم لیګ (ن) نن هم ھغه موقف دے كوم چې د اول نهه ٶ چې د وزیراعظم پانامه كېس سره هېڅ تعلق نشته۔ دې ووئيل په پانامه پېپيرز كښې چې د كومو زمكو ذكر راغلې د ھغې تعلق من?? لانډرنګ ٬ د ټېكس غلا٬ اثاثې پټولو او د پاكستاني قام پيسه لوټ كولو څخه نه دے ٬ هم دغه څلور بې بنسټه تورونه دي په كومو چې عمران خان د وړومبۍ ورځې نه د سياست كولو هڅه كوي٬ مريم ا??رن??زېب ووئېل محمد نواز شریف په درېم ځل ټاكلې وزیر اعظم دے چا چې هې??اد كښې د سي پېك او توان منصوبې پېل كړې٬ د هې??اد پرمختګ او سوكالي د وزیر اعظم محمد نواز شریف وړومبۍ ترجيح ده ، وزیر اعظم د پرمختګ او سوكالۍ مزل مخ په وړاندې بوتللو له د تعليم او معيشت څانګو پشمول ټولو څانګو ته پام لرنه كوي ۔ دوهمې وزيرې ووئيل عمران خان ښه پوه دے چې ھغه په دې كارونو د وزيراعظم سيالي نشي كولې ولې چې د ھغه مقصد د پاكستان پرمختګ او د خوشحالۍ مخنيوي كول دي ٬ عمران خان ته معلومه ده چې ھغه يوازې د دروغو٬ تورونو او د احتجاجي سياست باچا دے۔ مريم ا??رن??زېب ووئيل زه عمران خان ته باور وركوم د پاكستان مزل به د اقتصادي پرمختګ ٬ خوشحالۍ، امن او سلامتیا په اړه په شا نه مخ په وړاندې ځي۔ د يوې پوښتنې په ځواب دوهمې وزيرې ووئيل قام ښه پوهېږي چې څوك دروغ او څوك رښتيا وائي ۔ مریم ا??رن??زېب ووئيل پانامه كېس كښې پي ټي آئي زمونږ په دستاوېزات جنګېدلي كوم چې مونږ په ستره محكمه كښې جمع كړې وو۔ دې ووئيل د عمران خان او تحریك انصاف لخوا څلور تورونه لګولي شوي وو خو ھغوي اوس خپل تورونه پرېښې او پارلمان كښې د وزیر اعظم په وېنا پسې شوې ٬ وفاقي وزيرې ووئېل قام او ميډيا هم پوهېږي چې د ثبوت نه غېر د هې??اد په ټاكلي شوي وزيراعظم تورونه لګولې شوې ۔ دې ووئيل د دې تورونو په بنياد دې نه وړاندې د ټول هې??اد او پلازمينه د لاك ډاٶن هڅه شوې٬ دې څخه وړاندې ئې درې نيم كاله د ټګۍ ګردان كولو او د پارلمان بائيكاټ ئې هم وكړو خو په ټاكنو كښې د ټګۍ تورونه هم غلط ثابت شول
وزیراعظم پانامه كېس سره هېڅ تعلق نه لري
مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث