اسلام آباد ۔ 17 اکتوبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ايران خپل ??مڅ??ګ جواد ظريف سره ټېلي فو??ي تماس نيولې دے۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ياده شوې پېښه د ټېلي فو??ي تماس په مهال خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د ايران د پوله ايزو ساتندويو تښتولو پېښه د پاكستان او ايران د شريكو دښمنانانو كار دے ٬ څوك چې د دواړو هېوادونو نزدې اړيكې نشي لي??لې ٬ پاكستان او ايران د امن او د دوستۍ شريكه پوله لري كومه چې به په هر صورت د دې جذبې له مخې په ځائ ساتلې شي۔ وياند له مخې خارجه وزير د ايران خپل ??مڅ??ګ ته د بې دركه ايران ګارډز لټون لپاره د ايران ملټري او استخباراتي مرستې په اړه د قانون نافذ كوونكو پاكستانو اېجنسو د فعاله هلو ځلو په اړه ووئېل ۔ د خبرو اترو په مهال دا خبره واضحه كړې شوه چې د داوړو هېوادونو ډائرېكټر جنرلز (ملټري آپرېشنز) سرچ اېنډ رېسكيو هلو ځلو كښې مرستې لپاره د هاټ لائن د لارې نزدې را??طه لري او فضائي نګراني هم روانه ده او ??ه پوله ايزو سيمو كښې پوځ هم په ځائ كړې شوې ۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل دا ډول پېښې د شريك دښمن كار دے څوك چې د دواړو هېوادونو نزدې ملګرتيا نشي ليدلې
د ايران د پوله ايزو ساتندويو تښتولو پېښه د پاكستان او ايران د شريكو دښمنانانو كار دے
مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia