اسلام آب??د 17ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خبرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئېلي دي پاكستان يو پرامن او ذمه وار رياست دے٬سېكورټي كليئرنس وركړے شوے ؤ ځكه د نيوزي لينډ ??ركټ ډله پاكستان ته راغلې ۔وزيراعظم عمران خان غواړي چې پاكستان كښې د لوبو مېدانونه آب??د وي٬پاكستان د افغانست??ن څخه د پرامن انخلا په حقله د يو ذمه وار رياست كردار ادا كړے كوم چې نړۍ تسليموي٬پاكستان د ټولې نړۍ سره ښې اړيكې لرل غواړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ ټي وي چينل پروګرام كښې وكړه۔ده ووئيل نن د نيوزي لينډ د اړخه ?? كركټ ډلې بېرته د غوښتلو په پريكړه نه يوازې ?? كركټ خوښوونكي بلكې پاكستان كښې ټول خلك خفه دي۔د نيوزي لينډ ??ركټ ډلې ته په پاكستان كښې هېڅ قسم كوم امنيتي خطرات نه وؤ ورپېښ٬مونږ د امنيت ټول فول پروف انتظامات كړي وو۔ده ووئيل هغوي د مېچ پرېكسټسز كول خو په آخري وخت د نيوزي لينډ ډله بېرته وغوښتلې شوه او د نيوزي لينډ ??ركټ بورډ د اړخه نه خو پي سي بي ته څه وئيلې شوي او نه د نيوزي لينډ حكومت د اړخه په سفارتي توګه پاكستان سره څه شيئر كړے شوي ۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د نيوزي لينډ ??زيراعظمې سره په ټېليفون خبرې كړي ځكه چې عمران خان غواړي چې پاكستان كښې ?? كركټ مېدان آب??د وي۔ ده ووئيل كركټ يوه غېر سياسي معامله ده٬د دې سره د پاكستان تشخص هم تړلے دے ٬ نو په داسې حالاتو كښې په پاكستان كښې ټولو سياسي قوتونو له په ګډه يو ډول غږ پورته كول غواړي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان په نړيواله توګه د تنهائۍ ښكار نه دے٬د افغانستان په معامله د برتانيې٬نيدرلينډ٬اټلي او سپين خارجه وزيران پاكستان ته راځي٬دوه ځل وزيراعظم عمران خان د روسيې صدر ولادي مير پيوټن سره سرابطه كړې او د ډنمارك وزيراعظم د پاكستان مننه كړې ده
پاكستان يو پرامن او ذمه وار رياست دے د سېكورټي كليئرنس وركولو نه وروستو د نيوزي لينډ كركټ ډله پاكستان ته راغلې ٬پاكستان د ټولې نړۍ سره ښې اړيكې غواړي۔د اطلاعات او خبرونو وزير مملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا